د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د میکانیزم تقویتي پروژې د اړتیا وړ(۷۴) قلمه لابراتواري موادو چمتوکول او تدارک چې د  ریفرینس شمېره یې         (MOPH/sehatmandi/SM/1403/NCB/G02) ده تړون د(ظاهر نور فارما لمیتد)شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (۴۴۱۷۹) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کارته چهار، دریمه ناحیه،کابل مرکزكابل) کې دی.

د تړون لومړنۍ بیه ۲،۶۳۲،۲۵۲)دوه میلیونه شپږ سوه دوه دیرش زره دوه سوه دوه پنځوس افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۱۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د داوطلبۍ بیاځل خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (د ICU ـ جدي مراقبتونو پروژې اٰړوند د کوچنیو طبي تجهیزاتو  تدارک) چې د (MOPH/1404/NCB/G-2626) ګڼې درلودونکې ده، د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د دې وزارت اړوند (د جدي . . .

Back to tenders