د پکتیا سیمه ییز روغتون کې د ICU پاتې چارې بیرته شروع شوې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۱:۴۸
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت په سیمه ییز روغتون کې د نږدې دوه ویشت میلیونه افغانیو په ارزښت د بېړنیو پاملرنې څانګې (ICU) پاتې چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په دغو مراسمو کې د پکتیا عامې روغتیا رییس ډاکتر معراج ګل عادل وویل چې د بیړنیو پاملرنې څانګې د ودانۍ چارې چې پخوا ۴۱ سلنه ترسره شوي، پاتې ۵۹ سلنه چارې به د عامې روغتیا وزارت په مالي لګښت د ژمي تر وروستیو بشپړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۲۶
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده یوولسمه فقره

که د خوراکي توکو او درمليزو تأسيساتو جواز لرونکي، د خوراکي توکو درملو او روغتيايي محصولاتو د لېږد لپاره له غير معياري لېږد وسايلو څخه ګټه اخلي او په غير معياري زېرمتونونو کې يې ساتي، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي او مل پلاوي د عاجل ابن سینا روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر او د موجوده امکاناتو ارزونه ترسره او د چارو د لا ښه تنظیم، د خدمتونو کیفیت لوړولو او شته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۱۷
Background image

د عامې روغتیا ملي انسټېټیوټ لوی ریاست له لوري د عامې روغتیا مدیریت او مسلکي اخلاقو اووه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

په دغه ورکشاپ کې چې د ملي‌الشفاء، دشت برچي سل بستریز او حضرت بلال پنځوس بستریز روغتونونو ۳۲ تنو روغتیايي او اداري کارکوونکو ګډون کړی و، موخه يې د ګډونوالو د پوهې، مهارتونو، مدیریتي. . .

BACK TO NEWS