د عامې روغتیا وزیر د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د کچې روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۵۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پیج درې اړوند د ماڼوګي ولسوالۍ د کچې روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي چې د کونړ د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر خان مخلص هم شتون درلود، د پیج درې، ماڼوګي ولسوالۍ روغتون بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې.

ښاغلي نور جلال جلالي د یادې لیدنې پرمهال د شته نیمګړتیاوو حل په موخه روغتیایي کارکوونکو او مسئولینو ته لازمې سپارښتنې ترسره کړې او هم یې د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کېدو تاکید وکړ.

ورته مهال ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي د یادې ولسوالۍ مشرانو سره  ناسته ترسره کړه او د هغوۍ د روغتیایي وړاندیزونو او غوښتنو تر اورېدو وروسته یې یو شمېر برخو کې د د حل ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS