د عامې روغتیا وزیر د ایران هیواد څخه راغلي پلاوي سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۳۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد څخه راغلي پلاوي سره وکتل

په دې لیدنه کې د ایران هېواد له لوري د افغانستان روغتیايي سکتور سره د مرستې او همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا په موخه د نړیوالو په ځانګړي توګه د ایران هېواد همکاري اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د یاد هېواد سره پر لا ښو اړیکو او دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.

له بل لوري د یاد هېواد استازو په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ او په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر روغتیايي پروژو د پیلېدو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ښار په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا. . .

BACK TO NEWS