د عامې روغتیا وزیر د قطر هیواد سفارت له استازو سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۵:۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هیواد سفارت له استازو، ښاغلي یوسف عبدالله المهندي او ښاغلي مردف القاشوطي سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د قطر هېواد له لوري په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیا، په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو او د افغانستان روغتیايي سکتور سره د قطر هېواد د مرستې او همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان د روغتیايي برخې  پیاوړتیا لپاره د نړیوالو په ځانګړي توګه د قطر هېواد همکاري اړینه وګڼله او په دې برخه کې د یاد هېواد د همکارۍ غوښتونکی شو.

له بل لوري د یاد هېواد استازو په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرکند کړ او په نږدې راتلونکي کې یې په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیایي چارو د پیل او په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
Background image

د ناروغانو د ښې درملنې په موخه د غزني عامې روغتیا ریاست ته ۳۳ قلمه بېلابېل درمل وسپارل شول

یاد درمل چې مجموعي قیمت يې (۹۶۲۵) ډالر کېږي، د PU-AMI مؤسسې ولايتي دفتر له لوري د غزني عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

دغه درمل د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري د پرله‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

یونیسیف ادارې د ننګرهار سیمه ییز روغتون نسایي ولادي څانګې ته د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت دوه د عملیات میزونه ورکړل

یاد میزونه د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په شتون کې د سیمه ییز روغتون مسؤلینو ته وسپارل شول.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، د یونیسیف ادارې له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د. . .

BACK TO NEWS