په کابل ښار کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۳:۳۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې مرکزي ریاست له لوري د کابل ښار لومړۍ ناحیې سینما پامیر سیمه کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره کړی چې، په پایله کې یې (٤) بابه روغتونونه او د ډاکټرانو کتنځایونه د اسنادو نه شتون او غیر قانوني فعالیتونو له امله وتړل شول.

دغه راز د یاد نظارت په پایله کې یې یوه اندازه له نیټې تېراو بې کیفیته درمل او لابراتواري مواد راټول کړي او د لوړ فیس اخیستو او شفري نسخو لیکلو مخنیوی یې هم ترسره کړی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا رياست د روږدو درملنې سل بستريز روغتون کې د روان کال له پيل تر دې دمه د ۴۳۰ تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده

د ياد روغتون امر، ډاکټر نياز محمد جويا وايي، په دغه روغتون کې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې (۴۶۶) تنه روږدي راجستر او بستر شوي، چې له ډلې یې (۴۳۰) تنه روغ شوي، (۵۳۳) تنه تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د آنلاین ډيټابیس سیسټم پرانيسته تر سره شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او. . .

BACK TO NEWS