ښاغلی مولوي حمدالله زاهد د یوې غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د نوي مرستیال په توګه وټاکل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۹:۲۹
moph

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي انورالحق انور، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرستیالانو، مرکزي رئیسانو او د بېلا بېلو امارتي ادارو استازو کډون کړی و.

د چارو ادارې لوی رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث انورالحق انور تغیر او تبدیل او د اوامرو څخه اطاعت کول د نظام اصل یاد کړ او ویې ویل: ( د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس، ښاغلی مولوي حمدالله زاهد د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د مرستیال په توګه وټاکل شو؛ څو له دې وروسته د یادې برخې چارې پر مخ یوسي.)

د چارو ادارې لوی رئیس د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت نوي مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او د یاد معینیت مخکیني مرستیال، ښاغلي ډاکټر عبدالباري عمر ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او په اړوندو برخو کې ترې هېوادوالو ته د خدمت غوښتونکی شو.

د دغه غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل، د شکر ځای دی، چې په ټول هېواد کې یو اسلامي نظام حاکم دی او ټول د یو امیر د اوامرو اطاعت کوي، چې په همدې موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې ښاغلی مولوي حمدالله زاهد د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لپاره د نوي مرستیال په توګه وټاکل شو او په چارو کې ورته د بریالیتوب غوښتونکي یم.

همداراز د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو نوي ټاکل شوي مرستیال، مولوي حمدالله زاهد د خپلو کاري برنامو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، موږ د امیرالمؤمنین حفظه الله د اوامرو څخه په اطاعت هڅه کوو، څو د اسلامي نظام د اصولو او قوانینو له مخې خپلو هېوادوالو ته د خدمت مصدر وګرځو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۲:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري ۳۵ تنو کوچنیو متشبثینو ته د "خوړو ککړتیا او مخنیوي" تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز سیمنار تر سره شو

یاد روزنیز سیمنار چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ترسره شو، موخه یې ذهنیت جوړونه، د خوړو ککړتیا او مخنیوي برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړول، د روغتیايي او تولیدي مهارتونو ښه والی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري بېرته راستنېدونکو ته د ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې زیاتې شوې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره هېواد ته د بېرته راستنېدونکو لپاره د. . .

BACK TO NEWS