عامې روغتیا وزارت له لوري د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۴:۳۱
MOPH

په یادو مراسمو کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ، د کورنیو او بهرنیو اداراتو استازو ، د عامې روغتیا وزارت رئیسانو او د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت استازو  شتون درلود په ګډه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او همغږۍ تعهد څرګند کړ.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي حقاني د معتادینو د درملنې په خاطر د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ځانګړو شویو ۶۱ فعالو روغتیايي مراکزو اړوند معلومات وړاندې کړل چې په تیرو دوه کالو کې د نږدې ۵۵ زره تنه معتادینو درملنه په یادو روغتونو کې تر سره شوې ده.

په یادو درملنه شویو اشخاصو کې کوچنیان ، نوي ځوانان ، لویان او ښځینه شامل دي چې لا هم زرګونه یې تر تداوۍ لاندې دي.

ښاغلي مرستیال د معتادینو د درملنې اړوند د نړیوالو اداراتو همکاري اړینه وبلله او په دې اړوند یې د لا همکارۍ لپاره پر نړیوالو ادارتو د همکارۍ غږ وکړ!

هیره دې نه وي چې په هیواد کې د معتادینو د درملنې ملي برنامې په توسط سږ کال نږدې اته سوه زره هیوادوالو ته د نشه يي توکو څخه د ځان ساتنې اړوند معلومات رسول شوي ، په کورونو او روغتونو کې د معتادینو د درملنې برنامې جریان لري او نږدې د ۲۶۰۰ تنه روغتیايي پرسونل یې خدماتو ته ځانګړی شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS