د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په تورخم کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره وکتل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۱۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او تنظیم په موخه د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

 

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم سربېره د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف او د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستونزې او نیمګړتیاوې د یادې ناستې له ګډونوالو سره شریکې کړې او مسؤلینو ته یې د حل په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

نوموړي همداراز له ټولو هغو مسؤلینو څخه، چې په تېر کې یې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د روغتیا په برخه کې خدمات ترسره کړي مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا چمتووالي لارښوونه وکړه.

له بل لوري د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ له مرستیال څخه دې ولایت د نوموړي له سفر څخه، چې د روغتیايي خدمتونو د ارزونې او ستونزو د حل په موخه یې ترسره کړی و مننه وکړه  او په راتلونکي کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لا چمتووالي ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د اکمال تخصص د عملي ازموینې (Long case او Short case) له بهیر څخه نظارت ترسره شو

د مخکینیو ازموینو د پروسې په دوام نن، د اکمال تخصص لوی ریاست مسؤلینو د عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتونونو د استادانو په همکارۍ د مرکز په تخصصي روغتونونو کې د جامع (Comprehensive) ازموی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۲۳
Background image

ننګرهار کې له زلزله ځپلو سره د درملو او نغدو پیسو مرستې وشوې

 د یادو مرستو په لړ کې سنو فارما (Snow Pharma) د درملو تولیدي کمپنۍ د ۲۴ قلمه مهمو درملو مرسته، چې ارزښت یې ۶لکه او ۶۸زره افغانۍ کیږې، د حاجي ظاهر هدروګل د درملو خصوصي شرکت له بي بي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۲:۳۰
Background image

د مرکزي او ولایتي روغتونونو ۲۰تنه ډاکټرانو ته د جدي پاملرنې (ICU) برخه کې ۲۰ ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د عاجل ابن سینا روغتون په تالار کې د مرکزي روغتونونو (استقلال، رابعه بلخي او جمهوريت) او زابل، غور،. . .

BACK TO NEWS