د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ازموینو د ملي ادارې له مشر، الحاج شیخ عبدالباقي حقاني سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۲
moph

په دې لیدنه کې د ۱۴۰۳ هـ ش کال لپاره د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې د خالي بستونو، د ازموینو په شفافیت او د دواړو لورو تر منځ په غوره همغږۍ بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ازموینو ملي ادارې د مشر څخه د مننې ترڅنګ په ازموینو کې د روڼتیا په موخه د نوموړي کړنې وستایلې او د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې یې د راتلونکې ۱۴۰۳ هـ ش کال خالي بستونو د ازموینو اخیستلو په موخه د یادې ادارې همکاري اړینه وبلله.

له بل لوري د ازموینو ملي ادارې مشر، الحاج عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي اداره یوه باوري اداره وبلله او د ازموینو د پایلو د شفافیت په اړه یې بشپړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS