د نشه یې توکو پر وړاندې اېچ آی وي، هیپټایټس د پوهاوي، ملاتړ راجلبولو او معلوماتي  دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۹:۳۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت او د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت کارکوونکو ته د اېچ آی وي، هیپټایټس د پوهاوي، ملاتړ راجلبولو او معلوماتي  دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دغه دوه ورځنی ورکشاپ چې د ایډز، جنسي ناروغیو او هیپټایټس د مخنیوي ملي پروګرام له لوري پر لار اچول شوی و، د عامې روغتیا وزارت د بېلا بېلو ریاستونو او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت شاوخوا ۲۲ تنو کارکوونکی ګډون کړی و، چې د ایډز د مخنیوي پر لارو چارو، عامه پوهاوي، د اسلام له نظره د ایډز مخنیوي، د روږدو کسانو د درملنې، د اعتیاد د مخنیوي او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۴۸
Background image

ننګرهار کې د سترګو په ناروغۍ د اخته ۵۴۰۰ ناروغانو وړیا درملنه او عملياتونه پيل شول

دغه وړیا درملنه او عملياتونه د ننګرهار ولایت د سرې مياشتې په هڅو او د ملک سلمان خيريه مرکز په مالي همکارۍ د البصر خيريه بنسټ له لوري پیل شول، چې په کې به د سترګو په ناروغۍ اخته ۵۰۰۰ نار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د ختیځ زون د زلزلې په اړه د عامې روغتیا وزارت بیړنۍ غونډه

ختیځ زون په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د ښې رسېدنې په موخه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د وزارت له مرستیالانو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۰:۲۷
Background image

کنړ کې ستره غمیزه ده!

د لمړنیو معلوماتو په اساس یواځې لغمان او ننګرهار کې تر درې سوه دیرش ټپیان لرو چې نږدې اتیا یې لغمان او ۲۵۰ ننګرهار کې ټپیان شوي.

د شهیدانو لا هم دقیق ارقام نشته سیمه د سګنلو له پوښښ یو. . .

BACK TO NEWS