د برق شبکې، سولر سیسټم او اوه عدده ایرکنډشنو رغولو پروژه د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د  ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د توبرکلوز  ملي برنامې د درملو مقاوم وارډ د برق شبکې، سولر سیسټم او اوه عدده ایرکنډشنو رغولو پروژه چی د تړون شمیره یی Gov/MOPH/CDCD/NTP/CF/NCB/W17/1402 ده. د (حسن بهار ودانیز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (44423) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (ننگرهار ولایت شاروالی څلور لاری ناحیه بیز اکمالتی همت اباد نهم کوڅه، مرکز ننګرهار، جلال اباد) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (2,907,557.5) دوه میلیونه نهه سوه اوو زره پنځه سوه او اوو پنځوس اعشاریه پنځه افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ساختماني تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (تخصصي او ثالثي روغتونونو اړوند د ۱۷۷ قلمه طبي ملزمې تدارک پروژې) داوطلبۍ پروسه کې، چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1404 . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۵
Background image

د داوطلبۍ بیاځل خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شوی پروژی:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او عامې روغتیا وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري د دې روغتون اړوند (د یوه قلم طبي . . .

Back to tenders