د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ایټالیا هېواد شارژدافیرې ناتالیا کوینتاویل سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۱:۲۶
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ایټالیا هېواد شارژدافیرې ناتالیا کوینتاویل سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د ايټاليا هېواد د همکاريو او له پاکستان او ايران څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا په برخه کې د ایټالیا هېواد د همکاریو په ځانګړې توګه د سره صلیب له لارې مننه وکړه او د روغتیا په برخه کې یې د دغه هېواد د همکاریو پر غځېدو ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي خدمتونو معیاري کول او پیاوړتیا له خپلو لومړیتوبونو څخه وګاڼه او سپینو ساحو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د تغذیې، د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د روغتیايي خدمتونو پیاوړي کولو، د سرطاني ناروغیو په اړه د یو څیړنیز مرکز د جوړېدو او هېواد ته د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د لومړنیو او اساسي روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د اوږدمهال لپاره د ایټالیا هېواد د لا ډېرو همکاریو غوښتونکی شو.

همداراز د ايټاليا سفارت شارژدافيرې د روغتيا په برخه کې د دغه هېواد د همکاريو د يادونې ترڅنګ وويل، چې موږ له عامې روغتيا وزارت سره په ځانګړې توګه د راستانه شويو افغانانو په برخه کې همکاریو ته چمتو يو او په روغتیایي برخه کې زموږ همکاري دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۱
Background image

د روغتونونو د اداري سیستم د ډیجیټل کولو په موخه د څلورو وزارتونو ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د مرکز او روغتونونو د اداري سیسټم د ډیجیټل کولو (برېښنايي کېدو) په موخه له ماليې، لوړو زده کړو او مخابراتو وزارتونو مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS