د عامې روغتیا وزارت سرپرست د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۱:۶
دیدار سرپرست وزارت صحت عامه با نماینده خاص سازمان کشورهای اسلامی

پنجشنبه، کب ١٩/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد، د خپل کار په دفتر کې د اسلامي هېوادونو له ځانګړي استازي ښاغلي طارق البخیط سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د اسلامي هېوادونو د سازمان پر همکاریو خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د ښاغلي البخیط حضور ته هرکلی ووایه او د معتادینو د درملنې روغتونونو، د کرونا روغتونونو، د کتلوي معافیت او نورو روغتیايي برخو کې یې د دې سازمان د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

ډاکتر عباد د عامې روغتیا وزارت یوه غیر سیاسي اداره وبلله او ویې ویل، چې زموږ موخه د افغانستان خلکو ته خدمت دی.

له بلې خوا د اسلامي هېوادونو د سازمان استازي ښاغلي البخيط له افغانستان سره د دغه سازمان د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې موږ له افغانستان سره خپلو بشري همکاريو ته دوام ورکوو.

نوموړي دغه راز وويل: چې په يادو برخو کې به د عامې روغتيا وزارت د مشرتابه وړانديزونه د دې سازمان له رييس سره شريک کړي، څو په دې برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS