د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پلي کوونکو بنسټونو له استازو سره وکتل

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۱۶:۳۴
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پلي کوونکو بنسټونو له استازو سره وکتل

سه شنبه، سلواغه، ۱۴۰۰/۵

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پلي کوونکو بنسټونو له استازو سره نن د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل.

په دې ناسته کې د یادو موسسو استازو د کارکوونکو د معاشونو، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو د اکمالاتو، د محروقاتي توکو، کورونا روغتیايي خدمتونو مرکزونو او نورو مهمو مواردو په اړه خپل کاري درې میاشتني راپورونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست د دې بنسټونو کاري راپورونو د اورېدو سربېره له هغوى وغوښتل چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي او د خپلو قراردادونو سره سم عمل وکړي.

ډاکترعباد له اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل، اوسمهال د روغتیا سکټور کې اداري فساد د پام وړ کم شوی او هغه بنسټونه چې خپلو قراردادونو سره سم عمل ونه کړي او له خلکو پروړاندې ژمن نه وي، موږ به یې قراردادونه په مستقیم ډول لغوه کړو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د مؤسساتو او د عامې روغتیا وزارت ترمنځ لا زیاتې همغږۍ ته اشاره وکړه او د همغږۍ پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

همدارنګه د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کوونکو مؤسساتو استازو خپلې ستونزې او نظریات د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۹مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب، نظافت او حفظ الصحې مراعتولو او د مضرو وړانګو د خطرونو کمولو او مخنیوي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده دیارلسمه فقره

که ترانسپورټي شرکتونه او يا افراد د خوراکي توکو درملو او روغتيايي محصولاتو هغه محمولې افغانستان ته واردوي چې د سوداګرۍ رسمي جواز ليک او همدارنګه د عـــامـې روغتيا او کرنې له وزارتونو. . .

BACK TO NEWS