د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي د دې وزارت د نقلیه وسایطو ارزونې په موخه يو شمېر ولایتونو ته سفر تر سره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۱۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د دې وزارت د ترانسپورټ امر، ثابت‌ الله صدیقي په مشرۍ درې کسیز تخنیکي پلاوي د دې وزارت نقلیه وسایطو د وضعیت ارزونې په موخه بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، سرپل، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته سفر تر سره کړ.

ياد پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې د امبولانسونو او نورو نقلیه وسایطو تخنیکي وضعیت وارزوي، د فعالو او غیر فعالو وسایطو شمېر او حالت به معلوم کړي او د غیرفعالو وسایطو د بېرته فعالولو لپاره به د ترمیم اړتیاوې مشخصې کړي. همدارنګه، په هغو ولایتونو کې چې د امبولانسونو او نورو نقلیه وسایطو له کمښت سره مخ دي، ارزونه وکړي؛ تر څو ورته په راتلونکي کې له اړتيا سره سم نوي نقلیه وسايل وپېرل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي د دې وزارت د نقلیه وسایطو ارزونې په موخه يو شمېر ولایتونو ته سفر تر سره کړ

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د دې وزارت د ترانسپورټ امر، ثابت‌ الله صدیقي په مشرۍ درې کسیز تخنیکي پلاوي د دې وزارت نقلیه وسایطو د وضعیت ارزونې په موخه بدخشان، تخار، کندز،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۳۲
Background image

د کونړ ولایتي روغتون د هیموډیالیز څانګې سره د جلاله خیریه بنسټ له لوري د ۱۳۷ زره افغانیو په ارزښت د طبي مصرفي توکي مرسته وشوه

یاد طبي توکي د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په شتون کې د هیموډیالیز څانګې مسؤلینو ته وسپارل شول. دغه مرسته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ملاتړ او د ډایالیز ناروغانو لپاره. . .

BACK TO NEWS