په هلمند ولایت کې دوه د غاښونو کلینیکونه او دوه تشخیصیه مرکزونه وتړل شول
د هلمند عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې له ۱۵ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د څارنې او پلټنې په ترڅ کې له روغتیايي قوانینو او مقرراتو څخه د سرغړونې له امله دوه د غاښونو کلینیکونه او دوه تشخیصیه مرکزونه وتړل.
