د کاپیسا په ولایتي روغتون کې د نري رنځ د تشخیص ګرځند اېکسری ماشین ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کاپیسا ولایت په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د نري رنځ (توبرکلوز) ناروغۍ د تشخیص لپاره یو عراده ګرځنده اېکسری ماشین، د دغه ولایت د مقام مرستیال شیخ اسدالله سنان، د عامې روغتیا رئیس مولوي امدادالله، د نري رنځ پروګرام ولایتي مسؤل ډاکټر عبدالـمتین جاوید او یو شمېر روغتیايي مسؤلینو په شتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد ماشین د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) په مالي مرسته، د ۴ میلیونه او ۶۴۵ زره او ۵۶۴ افغانیو په ارزښت، چې ۷۲ زره امریکايي ډالرو سره برابرېږي، پېرل شوی دی.
د دغه ماشین د نصب او فعالېدو موخه د نري رنځ ناروغۍ پر وخت تشخیص او د کاپیسا ولایت ټولو اوسېدونکو ته د تشخیصيه روغتیايي خدمتونو برابرول دي.
