په قزاقستان کې د طبي تجهیزاتو د تولید او تخنیکي همکاریو پراختیا په موخه لیدنې ترسره شوې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۲۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي قزاقستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د درملو او روغتيايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار او د طبي تجهیزاتو له تولیدي کارخونې څخه لیدنې وکړې

ښاغلي مرستیال د ياد هېواد د روغتیا وزارت اړوند د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال له قزاقستاني چارواکو سره تخنیکي بحثونه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د راتلونکو همکاریو، تجربو شریکولو او د ورته لیدنو د دوام په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه، یاد پلاوي د قزاقستان هېواد په الماتا ښار کې د (JULDYZ KENAN) په نوم د طبي تجهیزاتو له تولیدي کارخونې او د کیفیت کنټرول لابراتوار څخه هم ليدنې وکړې او د کارخونې له مسؤلینو يې وغوښتل، چې یاد شرکت به د خپلو ۱۲۰ ډوله تولیدي محصولاتو لېست له مناسبو بیو سره شریک کړي؛ څو د هېواد په بازارونو کې له موجودو وارداتي محصولاتو سره یې پرتله وشي او د دولتي او خصوصي روغتیايي سکتور د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې د تدارک زمینه برابره شي.

دغه راز، ياد شرکت ژمنه وکړه‌، چې په اوږدمهال کې به له افغاني تولیدي کارخونو سره په ګډه په افغانستان کې د یادو طبي تجهیزاتو د تولید امکانات وارزوي؛ څو اړوند ټکنالوژي دغه هېواد ته ولېږدول شي او اړین روغتیايي محصولات په داخل د هېواد کې تولید شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۱۰۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د MRI دستګاه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د عزيزي بانک په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ۶۶ تنو مسولینو او مراجعينو څخه ۳۳ زره سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د غیرساري ناروغیو او د مخنیوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د یادو پروګرامونو په ترڅ کې خلکو ته د غیرساري ناروغیو د خطر لاملونو، د مخنیوي لارو چارو او د سالم ژوند د ارزښت په اړه معلوماتي او وقایوي بروشرونه او پوسټرونه ووېشل شول.

د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS