د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست له لوري ۱۱ نوې بهرنۍ کمپنۍ او ۷۰ قلمه درمل ثبت شول
ياد رياست د ۱۴۰۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په ترڅ کې د وارداتي درملو، کورنیو تولیداتو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت او د اسنادو د مدیریت سیستمونو ښهوالي برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی او د وارداتي درملو برخه کې ۱۱ نوې بهرنۍ کمپنۍ او ۲۳ قلمه نوي درمل او ۴۷ قلمه وارداتي درمل بیا ثبت شوي دي.
همدارنګه، د ارزونې او ثبت دوسیو په اړه د څېړنې او تخنیکي پرېکړې کولو په موخه د تخنیکي کمېټې ۱۹ غونډې ترسره شوې دي او د کورنیو تولیداتو په برخه کې ۱۸۱ دوسیې او اقلام، چې د درملو له جامع دوسیې DMF، قراردادي تولید او د بستهبندۍ او حجم له بدلونونو سره تړاو لري، ارزول شوي او ثبت شوي دي.
دغه راز، ۲۸۱ د DMF دوسیې په مسلکي ډول څېړل شوې او ارزول شوې دي او سربېره پر دې، د کورنیو تولیداتو د کمېټې ۸ غونډې ترسره شوي، د محصول د ثبت ۲۸ سندونه صادر شوي او د قراردادي تولید ۴۵۰ اقلام د شته ډیټابېس پر بنسټ بیا ارزول شوي دي.
همداراز، د وارداتي روغتیايي محصولاتو او ګياهي محصولاتو په برخه کې هم ۴ روغتیايي محصولات ثبت شوي او ۲۶ محصولاتو ته د ارزونې د فیس تعرفې صادرې شوې دي.
دغه فعالیتونه د ارزونې او ثبت بهیر د پیاوړتیا او معیاري کولو، له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ، د اسنادو د مدیریت ښهوالي، او د ثبت شویو او باکیفیته درملو او روغتیايي محصولاتو ته د لاسرسي تأمین په موخه ترسره شوي دي.
