د عامې روغتیا وزارت د خیرخانې ۱۰۲ بستریز تخصصي او ثالثي روغتون په روان کال کې ۱۳۵۴ لوی او واړه جراحي عملیات ترسره کړي دي
په ترسره شویو عملیاتو کې ۹۵۲ لوی او ۴۰۲ واړه جراحي عملیات شامل دي، چې ټول د افغان متخصصو او مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
همدارنګه، په یاد روغتون کې ۷۰۲۸۹ ناروغانو ته (OPD) او ۸۲۱۲ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.