د فاریاب ولایت روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۱۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه فاریاب ولایت ته سفر ترسره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره ناسته ترسره او له ولایتي او نسایي ولادي روغتونونو، د یو شمېر ولسوالیو له کلینیکونو او د خصوصي سکتور اړوند له یو شمېر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، د کارکوونکو شتون او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو وضعیت، لابراتوارونه، حفظ‌الصحې، د انتاناتو کنټرول، د اسنادو او راپور ورکولو سیستم او عمومي وضعیت وارزول شول.

همدارنګه، د خدمتونو د کیفیت لوړولو، شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې تر سره او پر شفافیت او حساب‌ ورکوونې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ‌ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د عامې روغتيا وزارت له لوري د رواني روغتيا د تامين. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته روزنیزه دوره ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د حوزوي او مرکزي لابراتوارونو ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې پنځه ورځنۍ. . .

BACK TO NEWS