د عامې روغتیا وزارت او WVI مؤسسې ترمنځ په هرات ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۱۵۳ زره ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري هرات ولایت کې د رواني او لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له World Vision International-WVI مؤسسې سره د (۱۵۳۰۰۰) یو سل درې پنځوس زره ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د لسو میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د یو روغتيايي مرکز له لارې د یاد ولایت (۲۴۳۲۴) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۹) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د WVI مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د لسو میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
