د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د سنتي طبابت د چارو تنظیم ریاست په نوښت او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ په مرکز کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د دغه ورکشاپ موخه د سنتي طبابت د طبيبانو مسلکي ظرفیت لوړول، د اړوندو قوانینو او معیارونو په اړه د هغوی د پوهاوي زیاتول، د سنتي طبابت د روغتیايي خدمتونو معیاري کول او د دې طبابت د طبيبانو او تنظیموونکو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ده.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې به د سنتي طبابت اړوند تخنیکي، مسلکي او تنظیمي موضوعات تدریس شي، چې په کې د عطاریو او حجامت مرکزونو د فعالیت اصول، د طبابت اخلاق، د روغتیايي تاسیساتو د جوازونو اخیستلو بهیر، د سنتي درملو د ساتنې او وېش اصول، د تغذیې اهمیت او د ژوند د طرز مدیریت شامل دي.
