د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده دیارلسمه فقره
که ترانسپورټي شرکتونه او يا افراد د خوراکي توکو درملو او روغتيايي محصولاتو هغه محمولې افغانستان ته واردوي چې د سوداګرۍ رسمي جواز ليک او همدارنګه د عـــامـې روغتيا او کرنې له وزارتونو څخه د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د واردولو اجازه لیک ونه لري، د دې قانون له حكمونو سره ســــــم لاندې تعزيري سزا ورکول کېږي:
الف - په لومړي ځل يې توکي له منځه وړل او په ياد قاچاق کې ښکېل موټر ته د يوې مياشتې توقف ورکول.
ب - په دوهم ځل يې د دې فقرې په الف جزء کې پر ذکر شوې سزا ورکولو سربېره د ترانسپورټي شرکت مسئول ته د يوې مياشتې حبس ورکول.
ج - په دریم ځل يې د دې فقرې په ب جزء کې پر ذکر شوي حبس ورکولو سربېره د ترانسپورټي شرکت موټر له كار څخه منع کول.
