څه باندې ۷.۸ ټنه غیرمعیاري او له نېټې ‌تېر خوراکي توکي له منځه یووړل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۴۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست د خوړو خوندیتوب آمریت له لوري د کابل ښار بېلا بېلو ناحیو له بازارونو څخه د نظارتونو په ترڅ کې څه باندې ۷.۸ ټنه غیرمعیاري، له نېټې تېر او بې‌ کیفیته خوراکي توکي، چې د کیک او کلچې بېلابېل ډولونه، پنیر، بېلا بېل مشروبات، بسکیټ، مصاله، چای، شیدې، مربا، جوسونه، چپس او مایونیز په کې شامل وو، راټول او د ټاکل شوي پلاوي او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې په خوندي ډول له منځه یووړل شول.

د خوړو او درملو معینیت ټینګار کوي، چې د خوراکي توکو له عرضه کوونکو مرکزونو څخه به په دوامداره توګه څارنه او پلټنه ترسره کېږي او د غیرمعیاري او له نېټې تېر خوراکي توکو د عرضې او پلور په وړاندې به د نافذه قوانینو او مقرراتو له احکامو سره سم قانوني چلند وشي.

همدارنګه، دغه معینیت له ښاریانو څخه غواړي چې د خوراکي توکو د پېرلو پر مهال د هغو د مصرف نېټې، کیفیت، بسته ‌بندۍ او د محصولاتو قانوني جواز لرلو ته پاملرنه وکړي او که له کومې مشکوکې سرغړونې سره مخ شي، نو موضوع دې د ۷۰۱ شمېرې له لارې د خوړو او درملو له معینیت سره شریکه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS