د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ رئیس، ډاکټر عبدالجبار حیدر په مشرۍ د څه باندې ۲۰ ملي او نړیوالو همکارو مؤسسو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۷
moph

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو استازي هم شتون درلود، د یاد انسټیټیوټ مأموریت، تشکیلاتي جوړښت او درې اساسي کاري برخې (د عامې روغتیا څېړنې، د بشري ځواک روزنه، ظرفیت لوړونه او د روغتیا ترویج) معرفي شوې.

دغه راز، په یاده غونډه کې د همغږۍ پیاوړتیا، د تکراري فعالیتونو مخنیوي، د معلوماتو او علمي شواهدو شریکولو، د ګډو پروګرامونو پلي کولو ملاتړ او د عامې روغتیا له لومړیتوبونو سره سم د فعالیتونو ترسره کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

ډاکټر عبدالجبار حیدر د همغږۍ، همکارۍ او اغېزمن مشارکت پر اهمیت ټینګار وکړ او د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ رول یې د علمي، څېړنیزو، روزنیزو او د روغتیا ترویج فعالیتونو برخه کې تشریح کړ.

په پای کې، ګډونوالو د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ او همکارو مؤسسو ترمنځ د تخنیکي او علمي همکاریو پر لا پراختیا او د همغږۍ غونډو پر دوام ټینګار وکړ او د همکارو مؤسسو استازو خپل فعالیتونه او لومړیتوبونه شریک او له روغتیا وزارت سره یې د تخنیکي او علمي همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS