د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست د روزنیزو اړتیاوو ارزونې (TNA) همغږۍ او معلوماتي ډیټابېس مدیریت په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ
دغه روزنیز ورکشاپ چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په مالي ملاتړ جوړ شوی و، په کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ظرفیت لوړونې عمومي مدیرانو او د کارکوونکو چارو مدیرانو ګډون کړی و. د دې پروګرام موخه د روزنیزو فعالیتونو د همغږۍ پیاوړتیا، د روزنیزو اړتیاوو ارزونه، د معلوماتي ډیټابېس د مدیریت ښه والی او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې بهیر لا پیاوړی کول دي.
په ياد پروګرام کې ګډونوالو ته د معلوماتي ډیټابېس کارونې، د روزنیزو اړتیاوو ثبت او مدیریت په اړه نظري او عملي معلومات وړاندې شول.
