د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالیو روغتونونو کې د دوو ټراما سنټرونو پرانيسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۳۲
moph

دغه ټراما سنټرونه د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ تجهیز شوي او د هر مرکز لپاره د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي وسایل او تجهیزات برابر شوي دي او د جوړېدو موخه يې د بېړنیو او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د پېښو ټپیانو ته پر وخت او چټکه رسېدنه‌او لرې پرتو روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د لېږد اړتیا کمول دي.

د غور عامې روغتیا رئیس، شیخ مولوي عبدالواحد حماس د یونیسف ادارې له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د تجهیزاتو پر اغېزمنې استفادې، د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو او ناروغانو ته پر وخت رسېدنې ټینګار وکړ.

نوموړي د دغو ټراما سنټرونو پرانیسته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ښه والي په برخه کې يې د لعل او سرجنګل ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS