د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د روغتیا برخې له نړیوالو همکارانو سره د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز (NEOC) کې ناسته ترسره کړه
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې سیمه ایزې مشرې اغلې ډاکټر حنان البلخي، د یاد سازمان لوړپوړو استازو، د افغانستان لپاره د قطر هېواد سفير مردف بن علي القاشوطي او يو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود، په افغانستان کې د پولیو ویروس له منځه وړلو برخه کې د پرمختګونو او لومړیتوبونو، د ستراتیژیکو او عملي میکانیزمونو پیاوړتیا، د ګډو همکاريو دوام او د اغېزمنې همغږۍ پراختیا په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
غونډه کې ښاغلي صدیقي مېلمنو ته د هرکلي ترڅنګ د هغوی له همکاريو مننه وکړه او ويې ويل: دغه ناسته له پوليو ويروس سره د اغېزمنې مبارزې سربېره د روغتيا په ټولو برخو کې د همکاریو پياوړتيا او پراختيا لپاره ډېر ارزښت لري.
همدارنګه ښاغلي مرستیال وویل: تمه لرو چې د روغتيا برخې ټول همکاران خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي او د عامې روغتيا وزارت هم ژمن دی چې ولس ته د روغتيا په ټولو برخو کې باکيفيته او عادلانه خدمات وړاندې کړي.
دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس بریالي په افغانستان کې د پولیو ویروس پر وړاندې د مبارزې برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې او ویې ویل: عامې روغتیا وزارت خپلې هڅې ګړندۍ کړي، تر څو په هېواد کې د پولیو ویروس په بشپړ ډول له منځه یوسي او په دې برخه کې یې د واکسین د ښه تطبیق او اغېزمنتیا په اړه لازم وړاندیزونه ترسره کړل.
په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت آمر ډاکټر علي احمد سیفي په هېواد کې د پولیو واکسین د ښه تطبیق او پوښښ پراختیا په اړه ډاډ څرګند کړ او هم یې د یاد ویروس مخنیوي برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه مهم او اغېزمن وبلل.
ورته مهال، نړیوالو همکارانو د عامې روغتيا وزارت له هرکلي څخه مننه وکړه او په يادو برخو کې يې د همکاریو ډاډ څرګند کړ.
