۳۲ روغتیايي کارکوونکو ته د ''مدیریت او طبي اخلاقو '' تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۵:۳۰
MOPH

یاد روزنیز پروګرام د عامې روغتیا ښوونې او روزنې ریاست او د روغتیا ملي انسټیټیوټ مدیریت له لوري د دې وزارت دولتي روغتونونو او بېلا بېلو ریاستونو ۳۲ روغتیايي کارکوونکو ته چې موخه یې د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړول او د مدیریت مهارتونو پیاوړتیا ده پیل شو، چې د دوه اوونیو لپاره به دوام ولري.

په دغه روزنیز پروګرام کې هڅه کېږي، چې د روغتیايي خدماتو کیفیت کې ښه والی رامنځته او په دې برخه کې د کارکوونکو ظرفیت لوړ شي.

د یاد پروګرام په نصاب کې ۲۲ مدیریتي او روغتیايي موضوعات شامل دي، چې له ډلې یې کولای شو د مدیریت اصول او مفاهیم، څارنه او ارزونه، اغېزمنې اړیکې، مسلکي چارې، د عامې روغتیا اصول، بنسټونه او طبي اخلاقو یادونه وکړو.

دا چې یاد پروګرام د روغتیايي کارکوونکو  ظرفیت لوړولو او روغتیایي سکټور پیاوړي کولو لپاره ډېر مهم دی، په همدې موخه د مجربو استادانو او متخصصینو له لوري تدریس کېږي.

د دې پروګرام ښوونیز چلند د عملي او نظري زده کړو ترکیب دی او هڅه کېږي، چې لا ښه تدریس لپاره یې د نویو او عصري لارو او عملي تمرینونو په مرسته د زده کړې زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS