۱۲ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د PCR او ELISA برخو کې د ظر فیت لوړونې په موخه پنځه ورځنی ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۳:۳۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت اړوند، د ۷ حوزوي ریفرینس لابراتوارونو او ملاریا ملي برنامې ۱۲ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د PCR او ELISA برخو کې د ظر فیت لوړونې په موخه پنځه ورځنی ټریننګ ترسره شو.

یاد ټریننګ د عامې روغتیا وزارت تشخیصه ریاست اړوند، مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د ګلوبل فنډ او ADDA مؤسسې په مالي همکارۍ د ۷ حوزوي ریفرینس لابراتوارونو او ملاریا ملي برنامې ۱۲ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د PCR او ELISA لابراتواري معایناتو په برخه کې د ظرفیت لوړولو په موخه په لاره اچول شوی و، چې ګډونوالو ته په کې د مجربو استادانو له لوري عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، په راتلونکي کې هم د ولایتونو طبي ټکنالوجستانو ته ورته روزنیز ټریننګونه په لاره واچوي؛ څو په تشخیصیه برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته او په کور دننه د ټولو ناروغانو لا معیاري تشخیص ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ICRC د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له تخنیکي استازو سره د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم پیاوړتیا په موخه ناسته تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندهار ولایت میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې د افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، اداري او ولایتونو د همغږۍ ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۹
Background image

په لوګر کې د خوارځواکۍ د کمولو لپاره له AYSO سره هوکړه لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري لوګر ولایت کې د لنډو قدونو د شيوع او د خورځواکۍ د نورو ډولونه کمولو په موخه له Afghan Youth Services Organization-AYSO مؤسسې سره د (۳۶۸۸۷۰) درې سوه اته شپېته. . .

BACK TO NEWS