ډاکټر فقیر محمد زیار د عامې روغتیا وزارت اړوند د طبي شورا د لوی رئیس په توګه دنده پیل کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۱:۹
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې  چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د وزارت مرکزي رئیسانو شتون درلود ، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په امارتي ادارو کې تغیر، تبدیل او له احکامو پیروی د اسلامي نظام اصل یاد کړ او د اسلامي امارت د رهبرۍ د لزوم دید او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم له مخې یې ډاکټر فقیر محمد زیار د عامې روغتیا وزارت اړوند، طبي شورا د رئیس په توګه معرفي کړ.

ښاغلي وزیر، نوی ګمارل شوی رئیس یو ریښتینی، باتجربه او په چارو پوه کس وباله او د مبارکۍ ویلو سربېره یې نوموړي ته د الله تعالی  له دربار څخه په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

د طبي شورا نوي ګمارل شوي رئیس د خپلې وینا په ترڅ کې په اړونده برخه کې په ریښتیني توګه د خدمت کولو او دې برخې ته د بشپړې پاملرنې تعهد څرګند او د رهبرۍ له باور یې مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱
Background image

د CBHC پروګرام تر چتر لاندې د ولایتي روغتیايي کارکوونکو لپاره د نقشې اخیستنې دوه ورځنی ورکشاپ

د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو د مخنيوي او کنټرول لوی ریاست تر چتر لاندې د لومړنیو روغتيايي خدمتونو ریاست اړوند د(CBHC) ډيپارټمنت له لورې نږدې ۳۰ تنو ولایتي روغتيايي کارکوونکو ته د(نقشې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د روغتیایي قوانینو څخه د تکراري سرغړونې له کبله د آریا سادات روغتون او د ډاګتر وهاج د IVF او IUI روغتیایي خدمتونه وتړل شول

د ذکر شوي روغتون د تړلو پر مهال د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ  مسلکي او تخنیکي هیئت چې د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر. . .

BACK TO NEWS