ډاکتر احمد مسعود احمدي د بغلان ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه معرفي شو

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۷:۲۲
داکتراحمد مسعود احمدی به حیث رییس صحت‌عامه ولایت بغلان معرفی گردید

چهارشنبه، سلواغه ٢٧/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي، بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ډاکتر احمد مسعود احمدي د دغه ولایت د عامې روغتیا د رئیس په توګه معرفي کړ.
پالیسۍ او پلان مرستیال؛ په ادارو کې تغیر او تبدیل يو اصل وباله او له ډاکتر احمدي څخه يې وغوښتل چې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په ښه کولو او د اړمنو کسانو روغتيايي حالت ته زیاته پاملرنه وکړي.
دغه راز د پاليسۍ او پلان مرستيال؛ د بغلان ولايت د عامې روغتيا د پخواني رييس قاري خالد هجران، له کارونو او هلو ځلو مننه او قدرداني وکړه او د لوى خداى (ج) له دربار څخه يې ورته د لا زياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
له بلې خوا د بغلان د عامې روغتیا نوي رئیس ډاکتر احمد مسعود احمدي، د اسلامي امارت د مشرتابه او د روغتیا وزارت له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه؛ چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه کولو او په دغه ولایت کې اړمنو ناروغانو روغتیایي حالت ته د رسیدګۍ په برخه کې به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS