په ننګرهار ولایت کې د لسو نویو جوړو شویو روغتیایي ځالو پرانیسته تر سره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۳
MOPH

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال دې ولایت کې د لسو  نویو جوړو شویو روغتیايي ځالو پرانیسته ترسره کړه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، روغتیايي کارکوونکو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په ننګرهار ولایت کې د یادو روغتیايي ځالو جوړېدل د یاد ولایت اوسېدونکو ته د ښه ژوند او هوساینې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه او د مور او ماشوم د روغتیا ښه والي په موخه یو اغېزمن ګام وباله.

ښاغلي حقاني وویل:” دغه روغتیايي ځالې د ملګرو ملتونو وګړو صندوق (UNFPA) په مالي همکارۍ د دې ولایت د لسو ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې جوړې شوي، چې په هرې یوې یې نږدې (۴۶۰۰۰ )زره امریکایي ډالر لګښت راغلی”.

ښاغلي حقاني دغه راز، په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا او ورته د خلکو د لا زیات لاس رسي ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS