په ننګرهار، کونړ او سرپل ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۲:۴۸
MOPH

د ننګرهار کونړ او سرپل ولایتونو روغتیايي مسئولینو د خصوصي روغتیايي سکتور اړوند، له یو شمېر کتنځایونو، لابراتوارونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې لسګونه کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د غیر قانوني فعالیتونو او اسنادو نه درلودو له امله وتړل شول او ۳۵ قلمه بې کیفیته له نېټې تېر درمل او ۵۰۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي او الکولي مشروبات راټول او اړوند ځای ته انتقال شول.

د یاد نظارت په ترڅ کې همداراز روغتیايي مسؤلینو ته لارښوونې وشوې، چې د فعالیت قانوني جوازونه ترلاسه او د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او ټاکل شویو معیارونو اړوند خدمات ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۵۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا په مشري د خصوصي روغتیايي مرکزونو د نظارت لړۍ دوام لري

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده

د یاد نظارت موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۴۵
Background image

ډاکټر کریم‌الله حلیمي د نیمروز د بېرته راستنېدونکو کمپ روغتیایي مرکزونه وڅارل

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د AADA ، IOM او Relief International مؤسسو اړوند د بېرته راستنېدونکو کمپ له روغتیایي مرکزونو څخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم کندهار ولایت ته سفر ترسره کړ

یاد سفر چې موخه یې د عامې روغتیا ریاست له بېلابېلو څانګو او روغتونونو څخه نظارت دی، په ترڅ کې یې مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم د عامې روغتیا رياست له بېلابېلو څانګو، یو شمېر. . .

BACK TO NEWS