په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۴۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود، چې د تخصصي او ثالثي خدماتو د ښه والي، اړوندو مسؤلینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او د روغتیايي معلوماتي سیسټم اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل، موږ ژمن یو چې په ټولو تخصصي او ثالثي روغتونونو کې خدمات لا معیاري کړو، ترڅو په کور دننه ټولو ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

ښاغلي مرستیال دغه راز له اړوندو مسؤلینو څخه وغوښتل، چې خپلو مسؤلیتونو ته پاملرنه وکړي، ترڅو د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا رياست د روږدو درملنې سل بستريز روغتون کې د روان کال له پيل تر دې دمه د ۴۳۰ تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده

د ياد روغتون امر، ډاکټر نياز محمد جويا وايي، په دغه روغتون کې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې (۴۶۶) تنه روږدي راجستر او بستر شوي، چې له ډلې یې (۴۳۰) تنه روغ شوي، (۵۳۳) تنه تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د آنلاین ډيټابیس سیسټم پرانيسته تر سره شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او. . .

BACK TO NEWS