هلمند کې د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۳۳
MOPH

د هلمند عامې روغتیا ریاست اړوند، خوړو او درملو آمریت له لوري په لښکرګاه ښار کې د یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره او په پایله کې یې ۱۵۳ کېلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي او ارایشي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته ولېږدول شول.

د یاد نظارت په ترڅ کې د پلورنځیو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې، چې له نېټې تېرو خوراکي توکو له پلورلو په کلکه ډډه وکړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا رياست د روږدو درملنې سل بستريز روغتون کې د روان کال له پيل تر دې دمه د ۴۳۰ تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده

د ياد روغتون امر، ډاکټر نياز محمد جويا وايي، په دغه روغتون کې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې (۴۶۶) تنه روږدي راجستر او بستر شوي، چې له ډلې یې (۴۳۰) تنه روغ شوي، (۵۳۳) تنه تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د آنلاین ډيټابیس سیسټم پرانيسته تر سره شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او. . .

BACK TO NEWS