نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه مرسته وسپارل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۲۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټیم نورستان ولایت کې د وروستي سېلاب له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د لغمان عامې روغتیا ریاست له لوري رالېږل شوې مرسته، چې په کې درمل، طبي وسایل او نغدې پیسې شاملې وې، د دغه ولایت مرستیال والي او عامې روغتیا رئیس ته د یوې ناستې په ترڅ کې وسپارله.

د نورستان مرستیال والي، مولوي فیصل مختار د دغه مرستې په موخه د لغمان عامې روغتيا رياست او په ځانګړي ډول له عامې روغتیا وزارت څخه مننه وکړه چې د نورستان وروستۍ پېښې ته یې پر وخت رسېدنه ترسره کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS