ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت تر سره شو.

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۲:۱۴
moph

یاد نظارت چې د څارنې او پلټنې امریت له لوري تر سره شو؛ پایله کې یې د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د یو خصوصي روغتیایي مرکز لابراتوار او اکسری خونه د قانوني سرغړونې له امله وتړل شوه او د لغمان ولایت مرکز اړوند درملو یو شمېر پلورنځیو څخه "۲۱" قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.

دغه راز، یو روغتیایي کتنځای د قانوني سرغړونې له امله وتړل شو.

یاد نظارت کې اړوندو مسؤلینو ته د کیفیت ښه والي او قانون مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د نه مراعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا رياست د روږدو درملنې سل بستريز روغتون کې د روان کال له پيل تر دې دمه د ۴۳۰ تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده

د ياد روغتون امر، ډاکټر نياز محمد جويا وايي، په دغه روغتون کې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې (۴۶۶) تنه روږدي راجستر او بستر شوي، چې له ډلې یې (۴۳۰) تنه روغ شوي، (۵۳۳) تنه تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د آنلاین ډيټابیس سیسټم پرانيسته تر سره شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او. . .

BACK TO NEWS