له مرکز وروسته په ولایتونو کې هم له خصوصي روغتونونو څخه د نظارت لړۍ دوام لري

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل دي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کېږي.
د دې نظارتي لړۍ په ترڅ کې دا ځل د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار ننګرهار ولایت کې نښتر د پښتورګو، انتاني ناروغیو درملنې، سیمه ییز او بي بي فاطمةالزهراء ولایتي روغتونونو څخه نظارت تر سره، د ښو او مثبتو کړنو ستاینه یې وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د یاد نظارت په ترڅ کې به د ننګرهار ولایت له ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو خدماتي بهیر ولیدل شي، د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه به وڅېړل شي.