غزني ولایت ته د مالي او اداري چارو مرستیال سفر!

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۰:۱۵
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت غزني ته د سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه چې د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځیرک یې هم ملتیا کوله، د یاد ولایت سیمه ییز روغتون نوي تعمیر له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د مالي او اداري چارو مرستیال، د اړوند شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د شوي قرارداد سره سم رغنیزې چارې پر مخ یوسي او په چارو کې چټکتیا او کیفیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

ښاغلي مرستیال دغه راز، په یاد ولایت کې د ښځینه روږدو ناروغانو درملنې لپاره د جوړ شوي ۲۰ بستریز روغتون پرانیسته هم ترسره کړه، چې په مرسته به یې په وړیا توګه د روږدو ناروغانو درملنه کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS