عامې روغتیا وزارت له لوري د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۴:۳۱
MOPH

په یادو مراسمو کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ، د کورنیو او بهرنیو اداراتو استازو ، د عامې روغتیا وزارت رئیسانو او د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت استازو  شتون درلود په ګډه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او همغږۍ تعهد څرګند کړ.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي حقاني د معتادینو د درملنې په خاطر د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ځانګړو شویو ۶۱ فعالو روغتیايي مراکزو اړوند معلومات وړاندې کړل چې په تیرو دوه کالو کې د نږدې ۵۵ زره تنه معتادینو درملنه په یادو روغتونو کې تر سره شوې ده.

په یادو درملنه شویو اشخاصو کې کوچنیان ، نوي ځوانان ، لویان او ښځینه شامل دي چې لا هم زرګونه یې تر تداوۍ لاندې دي.

ښاغلي مرستیال د معتادینو د درملنې اړوند د نړیوالو اداراتو همکاري اړینه وبلله او په دې اړوند یې د لا همکارۍ لپاره پر نړیوالو ادارتو د همکارۍ غږ وکړ!

هیره دې نه وي چې په هیواد کې د معتادینو د درملنې ملي برنامې په توسط سږ کال نږدې اته سوه زره هیوادوالو ته د نشه يي توکو څخه د ځان ساتنې اړوند معلومات رسول شوي ، په کورونو او روغتونو کې د معتادینو د درملنې برنامې جریان لري او نږدې د ۲۶۰۰ تنه روغتیايي پرسونل یې خدماتو ته ځانګړی شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د "خوراکي توکو په تأمين کې د خطر او بحران مدیریت" درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوراکي توکو د خطر تحلیل او سرويلانس ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ، د ياد معينيت د خوراکي توکو د خطر تحلیل او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ICRC د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له تخنیکي استازو سره د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم پیاوړتیا په موخه ناسته تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندهار ولایت میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې د افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، اداري او ولایتونو د همغږۍ ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS