سمنګان ولایت کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د سمنګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ترسره شو، چې پایله کې یې یو روغتیایي کلینیک او دوه درملتونونه د فعالیت جواز نه درلودلو له امله وتړل شول.
همدارنګه، د یاد نظارت په ترڅ کې ۲۷۴ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.
