سمنګان ولایت کې د روغتیایي سکتور ۵ بنسټیزې پروژې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۳:۵۷
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده له لوري سمنګان ولایت کې د څه د پاسه ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي سکتور پنځه بنسټیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د ۲۰ بابه روغتیايي ځالو ودانۍ، لس روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې بریښنا سستم، سمنګان ولایتي روغتون کې د احاطوي دېوال، وسایلو او امبولانسونو لپاره مناسب ځای او د سرسبزه ساحې جوړول شامل دي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ، د سمنګان والي، عامې روغتیا رئیس، ډاکټرانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په یادو مراسمو کې د دغو پنځه بنسټیزو روغتیايي پروژو چارې بشپړېدل سمنګان ولایت کې یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې په دې سره به د سمنګان ولایت روغتیايي برخه پیاوړې او خلکو ته د لاس رسي وړ شي.

بلخوا د سمنګان ولایت استازو  په ترسره شویو روغتیايي پروژو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له عامې روغتیا وزارت مننه وکړه چې روغتیا برخه کې یې دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS