د کابل ښار له یو شمیر خصوصي روغتونونو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو او بررسۍ ریاست مسئولینو کابل ښار کې له دوه خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې یې د یادو روغتونونو یوولس څانګې د غیر معیاري روغتیايي فعالیتونو له کبله وتړلې.
د دغه نظارت پرمهال د یادو روغتونونو مسئولینو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کېدو سپارښتنې ترسره شوې.