د پکتیکا ولایت عامې روغتیا رياست لپاره نوی رئيس معرفي شو
د عامې روغتیا وزارت د مقام په وړاندیز او د ریاستالوزراء عالي مقام د حکم له منظورۍ وروسته ښاغلی میرزا علي خان د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه وټاکل شو.
نوموړی د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له لوري د یاد ولایت مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال تغير او تبديل د اسلامي نظام اصل وباله او ټینګار یې وکړ، چې د ولس د ستونزو حل، د خدمتونو ښه والي او د روغتیا برخې د پياوړتيا لپاره دې لا هڅې وشي.
ښاغلي مرستيال همدارنګه، د پکتیکا ولایت له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل، چې له نوي رئیس سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ څو چارې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي.
