د پکتیا ولایت سیمه ییز روغتون کې په لمړي ځل د اکمال تخصص پروګرام پیل شو!

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۸:۵۵
moph

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي پکتیا ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د دې ولایت په سیمه ییز روغتون کې په لمړي ځل د اکمال تخصص پروګرام پرانسته وکړه ، یاد روزنیز پروګرام چې په لمړي سر کې به د پنځو څانګو (عمومي جراحي، عمومي داخله ، د ماشومانو عمومي داخله ، نسايي ولادي او ارتوپيډي) درلودونکی وي د ځوانو ډاکټرانو د روزنې او د زون په کچه د متخصصینو د شتون اړوند به خورا مؤثر ثابت شي.

د عامې روغتیا وزیر د یاد پروګرام د پرانستې پر مهال د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برنامو ته په اشارې سره وویل ، هڅه مو دا ده چې د اکمال تخصص برنامه لا پراخه او معیاري کړو ، چې په مرسته به یې د هیواد روغتیایي سیستم لا پیاوړی او شته ستونزې به تر ډیره حل شي ، نوموړي همدارنګه د پکتیا ولایت سیمه ییز روغتون لپاره د سي ټي سکین خدماتو اړوند هم یادونه وکړه چې په نږدې کې به یې تدارکاتي چارې تر سره شي.

د یادې پرانستې پر مهال د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي په پکتیا ولایت کې د اکمال تخصص برنامې پیل د رهبرۍ هڅې ، او د ملت لپاره د ښې ارادې او تعهد څرګندونه وګڼله ، او د خپلې وینا پر مهال یې یادونه وکړه چې ډېر ژر به یاد پروګرام ته ځوانان معرفي او د اړوند اړینو بستونو لپاره به هم ازموینه واخیستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS