د پولیو له منځه وړلو پروګرام د مشرتابه غړو اوونیزه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۸
moph

یاده ناسته د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د پولیو واکسین کمپاین د پوښښ زیاتولو په موخه له درې ورځو څخه څلورو ورځو ته د یاد کمپاین غځولو او په کابل کې د پولیو پروګرام راتلونکې تخنیکي مشورتي غونډې او ستراتېژیکو بحثونو د ناستې چمتووالي اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

په دې ناسته کې د پولیو پروګرام عملیاتي کاري ګروپ ته دنده وسپارل شوه، چې د پولیو واکسین په کمپاین کې د څلورمې ورځې زیاتولو په تړاو عملي وړاندیزونه چمتو کړي؛ ترڅو د یاد کمپاین پوښښ لا زیات شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا رياست د روږدو درملنې سل بستريز روغتون کې د روان کال له پيل تر دې دمه د ۴۳۰ تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده

د ياد روغتون امر، ډاکټر نياز محمد جويا وايي، په دغه روغتون کې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې (۴۶۶) تنه روږدي راجستر او بستر شوي، چې له ډلې یې (۴۳۰) تنه روغ شوي، (۵۳۳) تنه تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د آنلاین ډيټابیس سیسټم پرانيسته تر سره شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او. . .

BACK TO NEWS