د پالیسۍ او پلان مرستیال د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ له 50 بستریز روغتون لیدنه وکړه

Panah_moph
جمعه ۱۴۰۰/۱۱/۲۹ - ۱۵:۲۰
د پالیسۍ او پلان مرستیال د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ له 50 بستریز روغتون لیدنه وکړه

جمعه، سلواغه، ٢٩/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي کندز ولایت ته د خپل سفر په لړکې د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له 50 بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د پالیسۍ او پلان مرستیال او مل پلاوي د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د روغتون بېلابېلې څانګې له نږدې وارزولې.

د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي له کتنې او موندنو وروسته روغتیایي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او په دغه روغتون کې د اړمنو کسانو د روغتیايي وضعیت د ښه والي په خاطر دې لا زیاته پاملرنه وکړي.

له بلې خوا، د دغه روغتون روغتیايي کارکوونکو خپل وړاندیزونه او کاري ننګونې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه، چې د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۳۶
Background image

د تخصصي او ثالثي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو لپاره تقریري ازموینه واخیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مسلکي کمېټې غړو او د اکمال تخصص لوی ریاست د مسؤلینو په شتون کې د تخصصي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

د بلخ ولايت په حوزوي روغتون کې د ملاریا ناروغۍ د تشخیص یو مجهز لابراتوار فعال شو

دغه مجهز او معیاري لابراتوار چې د بلخ عامې روغتیا ریاست په ملاتړ فعال شو، د ملاریا ناروغۍ د دقیق او پر وخت تشخیص، د ناروغانو معیاري درملنې او د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو برخه کې به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د انتاناتو کنټرول او مخنیوي (IPC) برخه کې د استادانو روزنې (TOT) څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د دې پروګرام موخه په مرکز کابل کې د رابعه بلخي، اندراګاندي د ماشومانو درملنې او استقلال روغتونونو او همدارنګه، د ننګرهار، هرات، فاریاب او پکتیا ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د علمي او. . .

BACK TO NEWS